د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر ویلي دي چې د پاکستان د سیاست مسله د پاکستان د خلکو لپاره ده او د پاکستان خلک باید د اساسي قانون له مخې خپله پریکړه وکړي.

0
122

باغی ټی وی رپورټ

د خپل پريس بريفنګ په مهال ده ووئيل پاكستان كښې بايد خبريالانو ته په ازاده توګه د كار كولو اجازت وركړې شي٬ په جمهوري ټولنو كښې د آزادو رسنيو رول مهم وي۔

متیس میلر ویلي، چې د پاکستان سیاسي چارې له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي آی) د مشر تورونه رد کړي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دوی مخکې هم ويلي چې د پي ټي ايي د مشر تورونه دروغ دي.

ده ووئيل مونږ په پاكستان كښې د بشري حقونو، د خبريالانو تحفظ، د جمهوريت او جمهوري اقدارو او د قانون د حاكميت په شان په بنيادي او مهمو مسلو باندې له پاكستان سره رابطه لرو.

Leave a reply