پوليس او ايکسائز اينډ ټيکسيشن د پخواني صوبائي وزير شهرام ترکي په کور چاپه وهلي ده۔

0
205

باغی ټی وی رپورټ

دپوليسو ترمخه پيښور کې دپي ټي ائي مشر اؤ پخواني وزير شهرام ترکئي په کور چاپه وهل شوې اؤ دوه لگژري موټرونه يې نيولي دي.

دپوليسو وينا ده چې شهرام ترکي دپلټنو په مهال کور کې موجود نۀ ؤ اؤ دغه مهال يې څوک نيول شوى نۀ وؤ.

په یوه بیان کې شهرام ترکي ویلي چې کور یې د تلاشۍ له وارنټ پرته تلاشي شوی دی.

ایکسائز ټیم د پولیس سره په ګډه د اسد قیصر په کور چاپه ووهله

تيره شپه ایکسائز چارواکو د پوليس سره په ګډه صوابۍ کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر او د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر په کور چاپه وهلې چې پکښې غيررجسټرډ ګاډي برآمد کولو دعوه شوې ده۔

اسد قیصر دغه اقدام د اساسي بشري حقونو خلاف ورزي بللې ده.

Leave a reply