شیل پټرولیم کمپنۍ اعلان کړی چې د دې کمپنۍ ټولې ونډې به پر پاکستان پلوري.

0
159

باغی ټی وی رپورټ

د برتانوي خبري اژانس د راپور له مخې، شیل وايي چې د شیل پاکستان ۷۷.۴۲ سلنه ونډې به پلوري او د دې شرکت مدیریت او کنټرول به پېرودونکي ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شیل پټرولیم شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د ډالر د ارزښت د لوړېدو او د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د کمېدو له امله له ستر مالي زیان سره مخ شو.

د دې تر څنګ برتانوي کمپنۍ هم د پورونو په بېرته ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وه چې له امله یې دغه شرکت دغه پرېکړه کړې ده.

د شیل ویاند په وینا، د ونډو په خرڅلاو کې د ګروپ نور کاروبارونه هم شامل دي، په شمول د پاک عرب پائپ لائن شرکت لمیټډ (PAPCO) کې د 26 فیصده ملکیت دلچسپي.

د شیل پټرولیم کمپنۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کمپنۍ خپل ټول ونډې په پاکستان پلوري، چې د بورډ آف ډایریکټرز په غونډه کې یې تصویب کړی دی، دغه پلور به په پاکستان کې د شیل پر روانو عملیاتو اغېز ونه کړي او دا به دوام ولري.

Leave a reply