په امريکا کې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشران هم د پاکستان د پوځي مرستو د بشري حقونو په مشروط کولو کې فعال شول.

0
213

باغی ټی وی رپورټ

له یوې خوا د حقیقي ازادۍ شعارونه ورکول کیږي، له بلې خوا د امریکا د کانګرس له غړو څخه د پاکستان ضد څرګندونو د ترلاسه کولو هڅې کیږي.

د پي ټي ائي امريکې مشرانو د امريکې د کانګرس غړي ګريګ کيسر څخه د امريکې په کانګرس کښې د پاکستان په اړه د قرارداد په راوړلو کښې د مرستې غوښتنه وکړه.

د پي ټي آئي امريکې صدر عاطف خان د خپل وفد سره د امريکې په آسټن ښار کښې ګريګ کيسر سره وليدل۔

د پي ټي آئي مشرانو هم د امريکې نه مرسته غوښتې چې پاکستان ته د بشري حقونو سره مشروط پوځي امداد ورکړي۔

د پي ټي ائي امريکې صدر عاطف خان له ګريګ کيسر سره په خبرو کې وويل چې د کانګرس ٨٦ غړو زمونږ په درخواست لاسليکونه کړي دي، مونږ غواړو چې تاسو د هغې برخه واوسئ.

ګریګ کیسر وویل چې تاسو په ما تکیه کولی شئ، زه به په کانګرس کې دا پوښتنه راپورته کړم چې امریکا څنګه په پاکستان کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د سرغړونو پوښتنه کولی شي.

د امريکا د کانگرس غړي وويل دپاکستان ټولنه او مونږ يو له بل سره تړلي يو، مونږ دامريکا په شمول په ټوله نړۍ کې دبشري حقونو اؤ جمهوريت ملاتړ کوؤ، دبيان دآزادۍ او سياسي گوندونو په ضد

د بشري حقونو او دسياسي گوندونو ددرولو له امله اقتصاد ته زيان رسيږي، د مطبوعاتو دآزادۍ او سياسي گوندونو ته زيان رسيږي. ګوندونه موږ خواشیني کوي، زه او د پاکستان ټولنه هوډمن یو چې پاکستان د یوې داسې حل لارې په لور بوځو چې خلک د خپلې خوښې حکومت وټاکي.

ملاقات کښې د پي ټي آئي امريکې فوکل پرسن سجاد برکي هم موجود وو چا چې د ملاقات او خبرو اترو ويډيو په خپل ټويټر اکاونټ هم شريکه کړې ده.

Leave a reply