سنده هائي کورټ کښي د اوړي رخصتي شروع شوي ده۔
باغی ټی وی رپورټ
د روسټر له مخې، 2 دوه کسيزه بنچ او 8 واحد کسيز بنچ به د اوړي په رخصتيو کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د جسټس جنيد غفار او جسټس ارباب علي په مشرۍ يو بنچ به د کرمنل او نيب اړوند د درخواستونو اوريدنه کوي، دغه بينچ به د ضمانتونو په اړه د عاجلو کيسونو اوريدنه هم کوي.
د جسټس يوسف علي سعيد او جسټس عبدالرحمان په مشتمل يو بينچ به د آئيني درخواستونو اوريدنه کوي، دغه بينچ به د ايم پي او او سول کيسونه هم اوري۔
جسټس ندیم اختر، جسټس ظفر احمد راجپوت، جسټس کوثر سلطانه، جسټس ارشاد علي شاه، جسټس عرفان سعادت خان، جسټس شفیع محمد صدیقي، جسټس محمود اے خان او جسټس ثنا اکرام منہاس به د مهمو مقدمو اورېدنه کوي.
قاضیان به د رخصتیو په لومړۍ میاشت کې مهمې قضیې اوري.