داعش  د هغۀ برید پړه پر غاړه اخستې چې لمونځ کوونکي پکښې وژل شوي ؤ

0
68

داعش  د هغۀ برید پړه پر غاړه اخستې چې لمونځ کوونکي پکښې وژل شوي ؤ

تېره ورځ د کندهار ولایت لومړۍ حوزه کې د شیعه لمونځ کوونکو پر مسجد د لمانځه د اداء کولو پر وخت حمله شوه، چې لږ تر لږه ۴۷ کسان پکښې ووژل شول او ۱۳۰  کسه پکښې ټپیان شول.

 

(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

تېره ورځ د کندهار ولایت لومړۍ حوزه کې د شیعه لمونځ کوونکو پر مسجد د لمانځه د اداء کولو پر وخت حمله شوه، چې لږ تر لږه ۴۷ کسان پکښې ووژل شول او ۱۳۰  کسه پکښې ټپیان شول.

دغه برید پۀ کورنۍ او نړیواله کچه وغندل شو، ملګرو ملتونو دغه برید پر انسانیت برید وګاڼۀ او ویې ویل چې د دې برید عامیلین باید سزا وویني.

د ا.ا.ا د اطلاعاتو کلتور مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا پر مسجد برید وحشت ګڼلی او ویلي ئې دي چې د یاد برید عاملان ونیسي او دشرعت منګولو ته ئې وسپاري.

 

اړونده موضوعات: 

پۀ کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې 

د یاد برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی، د داعش خرسان ډلې ته منسوبې یوې ویبپاڼې څخه پۀ خپره شوې اعلامیه کط راغلي چې ” دغه برید د دوی دوو تنو بریدګرو تر سره کړی دی، برید ګرو لومړی د مسجد ساتونکي پۀ ډزو وژلي بیا مسجد ته داخل شوي او د لمونځ کوونکو منځ کې ئې ځان ته انفجار ورکړی دی”.

که څۀ هم د ا.ا.ا ویلي ؤ چې د داعش ډله دوی ته لوی خطر ندی او دوی کولی شي چې پۀ لنډ وخت کې ئې لۀ منځه یوسي؛  خو پۀ دې وروستیو کې د داعش ډلې دا دویم لوی  خونړی برید دی چې په عامو کسانو ئې کوي او په لویه کچه مرګ ژوبله اړوي؛ خو طالبان تر اوسه هم پۀ دې ندي توانېدلي چې د دغو بریدونو عامیلین ونیسي او سزا ورکړي.

 

 

 

Leave a reply