یونسیف ویلي چې ا.ا ژمنه کړې؛ ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

0
42

یونسیف ویلي چې ا.ا ژمنه کړې؛ ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

عبدي د طالبانو له قوله ویلي، چې اوسمهال هم د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په پنځه ولایتونو کې نجونې ښوونځیو ته ځي او په پاتې ولایتونو کې هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره پر طرحې کار روان دی.

 

(2021 / 10 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د افغانستان ا.ا ورسره ژمنه کړې ده چې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوي.

د یونسیف اجرایي مرستیال عمر عبدي ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

نوموړی چې تېره اوونۍ کابل ته راغلی و اسوشیټډ پریس ته یې ویلي چې طا لبانو سره یې په دې اړه ګټورې خبرې کړې دي او هغوی ډاډ ورکړی دی چې نجونې به ډېر ژر بېرته خپلو زده کړو ته ستنې شي.

اړونده موضوعات:

ریاست‌های موسیقی و افغان فلم به‌زودی فعال می‌شود

عبدي د طالبانو له قوله ویلي، چې اوسمهال هم د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په پنځه ولایتونو کې نجونې ښوونځیو ته ځي او په پاتې ولایتونو کې هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره پر طرحې کار روان دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ځلي ويلي چې دوی پر یوه طرحه کار کوي ؛ تر څو وکولی شي پۀ ښۀ شکل د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي؛ خو لا هم دوی ندي توانېدلي طرحه نهايي کړي او دغه ستونزه له منځه یوسي.

Leave a reply