د دفاع وزير خواجه اصف وايي، په هېواد کې د مې په نهمه نېټه کودتا ناکامه شوه.

0
176

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال خواجه اصف وويل که د رياست په ضد کودتا وشي نو ټول ادارې د کودتا خلاف وي او کله چې کودتا ناکامه شي نو په پايلو يې ټول پوهيږي.

خواجه اصف ویلي که شاه محمود قریشي او پروېز الهي متبادل راشي نو دوی به هم تحریک انصاف پرېږدي.

د دفاع وزير په ډاگه کړه چې شاه محمود قريشي دپيپلز گوند څخه تر وتلو وروستو راته ويلي وؤ چې مسلم ليگ(ج) کې شامليدل غواړي، شاه محمود قريشي هم نوازشريف سره ليدنه کړې وه.

Leave a reply