پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په لاهور کې د مسلم ليګ (ق) له مشر چوهدري شجاعت حسين سره وکتل.

باغی ټی وی رپورټ
تيره ورځ پخواني صدر اصف علي زرداري د چوهدري شجاعت سره د هغه په کور کښي وليدل چي پکښي وفاقي وزير چوهدري سالک، چوهدري شفيع او چوهدري سرور هم ګډون اوکړو۔
په دې موقع چوهدري شجاعت وويل سياست به وروستو هم جاري وي، اول د خلکو د فلاح په اړه فکر وشي، سياسي رنجشونه په شخصي دښمنيو مه بدلوئ، د ملک په اړه فکر وکړئ. هغه وويل، د دولتي مامورينو معاشونه او تقاعد دې زيات شي، بوديجه دې له ماليې پاکه شي.
وروستو اصف زرداري لاهور کې وفاقي وزير اياز صادق سره هم ليدلي اؤ دهغه د ورور په مړينه يې خواخوږي څرگنده کړې ده.




