په پيښور کې د می په ۹ او ۱۰ مه د پي ټي آی پخواني غړي او ځايي مشران له تاوتریخوالي ډکو مظاهره چیانو سره په پرله پسې تماس کې شول.

0
198

باغی ټی وی رپورټ

د پي ټي آئي د مشرانو او کارکنانو ترمينځ روابط د جيو فينسنګ په ذريعه معلوم شوي دي۔

جيو نيوز ته په ترلاسه شوي جيو فينسنګ رپورټ کې د پخوانيو وکيلانو فضل الهي، ملک واجد او پير فدا محمد نومونه هم شامل دي، چا چې د ريډيو پاکستان، باچا خان چوک، اسمبلۍ چوک او شاوخوا سيمو کې د کارکونکو په نښه کولو لپاره مختلف موبايل ټاورونه کارولي وو. د قلعه بالا حصار سره په تماس کې وو.

د جیوفینسنګ رپورټ ترمخه پخواني ضلعې ناظم عاصم خان، مینا خان او د پارټۍ نور مقامي مشران هم په تماس کې وو.

د مۍ د نهمې او لسمې نه وروستو د پخوانيو وکيلانو فضل الهي، ملک واجد او پير فدا محمد په شمول زياتره مشران پټ شوي دي.

سي سي پي او سيد اشفاق انور جيو نيوز ته وويل چې د پي ټي آئي احتجاج کوونکي د نيولو له وېرې د خپلو کورونو نه ورک دي. که چرته هم سراغ وموندل شي نو نامزد ملزمان به په هر صورت ونيول شي.

ده ووئيل پېښور كښې د ترهه ګرۍ لاندې 5 مقدمو كښې تر اوسه 275 ملزمان نيول شوي دي۔

Leave a reply