د پېښور په تدريسي روغتونونو کې د فنډ نشتوالي له امله د سرطان ناروغانو ته د وړيا درملو ورکول بند شوي دي.

0
78

باغی ټی وی رپورټ

د روغتون د چارواکو په وینا له تېرو شپږو میاشتو راهیسې روغتونونو ته د سرطان د درملنې لپاره پیسې نه‌لري. په ټول ولايت کې د سرطان اته زره ناروغان ثبت دي.

د روغتون چارواکي وايي، روغتونونه دومره بودیجه نه لري چې د سرطان ناروغانو ته وړیا اسانتیاوې برابرې کړي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا د روغتیا سلاکار ډاکټر ریاض انور جیو نیوز ته ویلي، چې د صوبې اقتصادي وضعیت کمزوری دی. د روان مالي کال په بجټ کې به د سرطان ناروغانو لپاره فنډونه ځانګړې شي چې وروسته به روغتونونو ته د فنډ ورکول ممکن شي.

Leave a reply