د پاکستان تحریک انصاف نه د وتلو کسانو یو لوی سیلاب د پیپلز پارټۍ په لور روان شو.
باغی ټی وی رپورټ
په پنجاب کې د پخواني صدر اصف زرداري په ضد احتجاجي مظاهره وشوه چې پکې د رحيم يار خان، بهاولپور، مظفر گړ، راجن پور، بهاولنگر، ميانوالي، اوکاړه او خانيوال گڼ شمير مشرانو په پيپلز پارټۍ کې د شامليدو اعلان وکړو.
اصف زرداري نوي شامل شوي کسانو ته د ګوند د بيرغ په رنګ مفلرونه اغوستې او وروستو يې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال يوسف رضا گيلاني وويل هر سړي ته به په مقدمه کې کتل کيږي چې دهغه پخوانى ريکارډ څنګه دى.
يوسف رضا گيلاني وويل هغه کسان چې دپيپلز پارټۍ په ضد زياتې خبرې کوي په پارټۍ کې به نۀ منل کيږي.
هغه په پي ټي ائي نيوکه وکړه او ويې ويل چې تاسو دقومي اسمبلۍ، خيبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ په ماتولو سره غلطي کړې ده، مونږ وويل چې اوس دمذاکراتو ميز ته پريښودو غلطي کوې.
پخواني لومړي وزیر ویلي چې راتلونکی حکومت به د پیپلز ګوند وي.