د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغاستان اسلامي بانک له مسؤلینو سره لیدلي او د دوی هڅې یې ستایلي.

0
76

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغاستان اسلامي بانک له مسؤلینو سره لیدلي او د دوی هڅې یې ستایلي

 

31 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د افغانستان اسلامي بانک مسوولينو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې، د افغانستان اسلامي بانک اجرايوي رئيس جاويد احمد ظاهري خبرې وکړې او په افغانستان کې د بانکدارۍ نظام ساتنې لپاره يې د اسلامي امارت مسوولینو په هڅو خوښي وښوده.

 

نوموړي د هيواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې د اسلامي بانکدارۍ پوښښ خبر ورکړ وې ويل، د دې بانک له لارې د هيواد د روغتيا په برخه کې ډېره پانګونه شوې ده. هغه زياته کړه، موږ د اسلامي بانکدارۍ له لارې خلکو ته د خدمتونو رسولو په لټه کې يوو او د پانګونې په برخه کې دولتي شرکتونو ته لومړيتوب ورکوو.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د دې بانک د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ وويل، موږ د هيواد په کچه د اسلامي بانکدارۍ د ودې غوښتونکي يوو او د اسلامي امارت مسوولين به په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.

 

نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت د دې غوښتونکی دی، ترڅو د ټولو بانکونو او شرکتونو ترمنځ ازاد او سالم رقابت رامنځته او هغوی ته د ودې زمينه برابره شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د جنرال قونسل سره کتلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز وويل، د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پانګونې ملاتړ کوي.

Leave a reply