ذبیح الله مجاهد: کندهار ته د قطر هیواد د صدراعظم د سفر موخه د اسلامي امارت رئیس الوزراء سره لیدل و.

ذبیح الله مجاهد: کندهار ته د قطر هیواد د صدراعظم د سفر موخه د اسلامي امارت رئیس الوزراء سره لیدل و.
31 مئي چهارشنبه 2023
تیره ورځ مشهورې خبري رسنۍ رویټرز آژانس خبر ورکړی و، چې کندهار ولایت کې د قطر هیواد صدراعظم د اسلامي امارت له مشرتابه سره لیدلي او پر زیاتو مسائلو یې بحث سره کړی.
د رویټرز خبري آژانس په حواله چې د یادې لیدنې موخه د اسلامي امارت سره د انجونو زده کړو او همدا راز نړیوال اسلامي امارت سره تعامل او خبرو ته کینول وو.
اړوند موضوعات
رویټرز خبري آژانس ویلي چې د قطر هیواد صدراعظم کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره لیدلي.
خو بل طرفته د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز خبري آژانس دغه خبره رد کړی او ویلي یې دي چې کندهار ولایت ته د قطر هیواد د صدراعظم د سفر موخه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره لیدل وه، چې هغه وخت ترسره او رسنیو سره یې ټول مالومات شریک شوي وه.






