د 190 ملیون پاونډ قضیه: د بشری بي بي د ضمانت درخواست غیر موثر اعلان شو

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد احتساب عدالت د این سی اے 190 ملیون پاونډ کیس کښې د بشری بي بي د ضمانت درخواست غیر موثره اعلان کړ.
د اسلام آباد احتساب عدالت د این سي اے 190 ملیون پاونډ کیس سماعت کړی چې پکښې د پي ټي آئي چیرمین عمران خان میرمن بشری بي بي عدالت ته حاضره شوې ده.
عمران خان احتساب عدالت کې د بشری بي بي د حاضریدو پر مهال په موټر کې ناست و.
د اوريدنې په مهال د نيب پراسيکيوټر وويل چې نيب د بشرا بي بي لپاره چاپه نه وه اچولې، نه د حملې او وارنټ جاري کړي شوي وو، د بشرې بي بي د ګرفتارۍ ضرورت نشته، بس په تحقيقاتو کښې تعاون کوه.
عدالت د نيب پراسيکيوټر د دريځ نه پس بشرا بي بي ته د تګ اجازت ورکړو او د هغې د ضمانت درخواست ئې غير موثر اعلان کړ۔




