دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې مونږ دومره توان نه لرو چې پي ټي ائي پريښودو کسانو ته په پارټۍ کې شامل کړو.

0
250

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې رانا ثناء الله وويل چې نواز شريف ته دې ریلیف ورکړل شي، دا د هغه حق دی، کله چې انتخابات کېږي، نواز شريف به بېرته راځي او د ګوند مشري کوي، هغه به بېرته راځي او د ټاکنو لپاره کمپاين کوي.

هغه وویل که نوی ګوند جوړ شي نو زموږ لپاره به کومه ننګونه نه وي، که نوی ګوند سیاسي اصول تعقیب کړي نو باید خپل بخت وازمایي.

داخله وزير وويل پيپلز پارټي حق لري چې په پنجاب کې پښې ټينګې کړي او (ن) ليگ هم په سندهـ کې دپټنځاي کولو حق لري.

د پي ټي ائي مشرانو د پارټۍ پريښودو په اړه رانا ثناء الله وويل کوم کسان چې په خپله خوښه پي ټي ائي پريږدي هغوي پخوا هم ډيرو ګوندونو کې شامل شوي دي مونږ سره دومره ځاي نشته چې دغه ټول کسان په پارټۍ کې شامل کړو نو خلک به په پارټۍ کې شامل کړل شي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنيو چارو وزير وويل دا دعوام غبرګون نۀ دى، ايا مونږ عمران خان ته ويلي وؤ چې په دفاعي تنصيباتو بريد وکړو؟

Leave a reply