وزيراعظم شهباز شريف د ائي اېم اېف پروګرام بشپړولو لپاره د پيسو نړيوال صندوق له ايم ډي څخه مرسته غوښتې ده.

0
211

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف د آئي ايم ايف ايم ډي کرسټالينا جارجيوا سره رابطه کړې چې پکښې هغې د پروګرام نهم جائزه مکملولو کښې مرسته غوښتې ده۔

سرچینه زیاتوي، چې د حکومت د بودیجې وړاندیزونه هم له نړیوال وجهي صندوق سره شریک شوي دي.

د سرچينو ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دخزانې وزارت ته هدايات کړې چې د آئي ايم ايف سره په ګډه بجټ تيار کړي.

سرچينې وايي، د بهرنۍ مالي مرستو په اړه د IMF غوښتنې پر ځای پاتې دي او IMF غواړي چې د تبادلې په نرخ کې د انټربینک او خلاص بازار نرخونو ترمنځ توپیر له منځه یوسي.

ياده دې وي چې پاکستان د بهرنۍ مالي مرستې په ګډون د IMF ټولې غوښتنې پوره کړې، خو د پاکستان او نړيوال وجهي صندوق تر منځ د يو اعشاريه يو ميليارد ډالرو په ارزښت د کارکونکو په کچه هوکړه نه ده شوې.

Leave a reply