وفاقي حکومت سپريم کورټ کښې د آډياليک کميشن په ضد د درخواستونو اوريدو لپاره د دريو غړو بينچ په اعتراض کښې د نوي بنچ جوړولو غوښتنه کړې وه۔

باغی ټی وی رپورټ
وفاقي حکومت د درخواستونو په مقدمه کښې د آډياليک کميشن په ضد جلا درخواست جمع کړے دے۔
د وفاقي حکومت په درخواست کې غوښتنه شوې چې چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر دې د بينچ د دريو غړو د اعتراض په مهال د آډيو ليک کيس سماعت نه کوي.
په درخواست کې وئيل شوي چې د مئ په ٢٦مه نيټه په اوريدنه کې د چيف جسټس په ضد پورته کړل شوى اعتراض ونه منل شو، د انکوائري کميشن مخې ته يو آډيو د چيف جسټس د خوشالۍ په اړه ده، هغه اوريدلي شي، ارسلان افتخار کېس کې چيف جسټس افتخار چوهدري د اعتراض په وجه ځان د بنچ نه جدا کړے دے، ادعا شوي آډيو ليک هم د جسټس اعجازالاحسن او جسټس منيب اختر سره تعلق لري۔
د وفاقي حکومت دريځ دا دی چې د چيف جسټس آف پاکستان خوشدامن د تورونو آډيو هم ترلاسه شوې ده نو چيف جسټس دې د آډيو ليک کميشن کيس کښې د بنچ نه ځان لرې کړي۔






