د برتانیا د ملي جرمونو ادارې (این سي اې) د ۱۹۰ میلیونو پاونډو په سکینډل کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوم د ایگزټ کنټرول لیست (ای سي ایل) کې شامل کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه دپخواني وزيراعظم عمران خان نوم د نيب راولپنډۍ په سفارش اي سي ايل کې شامل کړل شوى دى.
سرچينې وائي وفاقي کابينې د سرکلر سمري په ذريعه د عمران خان نوم په اي سي ايل کې شاملولو منظوري ورکړې ده.
سرچينې وايي چې نيب د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي نوم په اي سي ايل کې د شاملولو پرېکړه کړې ده.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې وفاقي حکومت د عمران خان په ګډون د پي ټي ائي د يو شمېر مشرانو نومونه د مۍ د نهمې نېټې نه وروستو د رامنځته شوؤ بلواؤ په لړ کې د نومونو په فهرست کې شامل کړي وو .






