د پنجاب نګران حکومت لخوا په جيلونو کې د ښځو سره د تشدد د تورونو پلټنو لپاره جوړه شوې دوه کسيزه کميټۍ د تشدد تورونه رد کړي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي په جيل کې د ښځو سره د تاوتريخوالي د تورونو پلټنو لپاره دوه کسيزه کميټي جوړه کړې، چې ډپټي کمشنر لاهور رافعه حيدر او ايس ايس پي انويسټېشن انوش مسعود په کمېټۍ کې شامل دي.
د پلټنو کمېټۍ نن د کوټ لکپت جيل دوره وکړه او په جيل کې له بندي ښځو سره يې وکتل.
وروسته د خبري غونډې په مهال ايس ايس پي انوش مسعود وويل چې په جيلونو کې د ښځو سره د بد سلوک کومه پېښه نه ده شوې، دوي ته وئيلي شوي دي چې که کومه ستونزه وي نو د هرې ښځې سره يې يو يو خبرې کړي، دا ټولې افواهونه دي. کوم چې د ښځو په اړه خپریږي.
انوش مسعود وويل، ښځو ته له کوره د شيانو د رانيولو اسانتيا ورکول کېږي، ناوړه ګټه ترې اخيستل کېږي، ډېر ښه چلند ورسره کېږي، جېل کې ښځينه ارواپوهانې هم شته، د ښځو حجرې ته هېڅ سړی نه شي ننوتلای. د پي ټي آئي لس ښځې په کوټ لکپت جيل کې دي.






