د بهرنيو چارو وزير سره په کابل کې د ایران سفیر او مرستیال لیدلي او پر وروستي وضعیت یې خبرې اترې کړي.

0
122

د بهرنيو چارو وزير سره په کابل کې د ایران سفیر او مرستیال لیدلي او پر وروستي وضعیت یې خبرې اترې کړي.

27 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي او مرستیال یې وکتل.

 

په دغه کتنه کې ښاغلي حسن کاظمي قمي د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه د ایران اسلامي جمهوریت د موقف په اړه معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه ‏چې د ایران هيئت په دغه غونډه کې د افغانستان له وضعیت او موجوده صورت حال څخه دفاع وکړه.

 

هغه همدا راز د افغانستان او ایران تر منځ دواړو خواوو په همغږي د سرحد په مدیریت ټينګار وکړ، او د خپل حکومت د وروستي اقداماتو په اړه مختصر معلومات وړاندې کړل.‏

 

د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي د دوحې په ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړ دهرکلي تر څنګ د دواړو لوریو پر ښو اړیکو ټینګار وکړ.

 

ښاغلی متقي دافغان بندیانو د انتقال دپروسې په بیاپیلولو، پر اعدام محکوم بندیانو داعدامونو ځنډولو او افغان اتباعو ته دویزو پر تسهیل هم خبرې وکړې.‏

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د پاکستان شارژدافير سره په پاکستان هیواد کې د افغاني بندیانو په اړه خبرې اترې کړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر پر دې سربېره یادونه وکړه چې د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي. په دغه ناسته کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې تأمین تر څنګ په نورو دوه اړخیزو مسایلو هم بحث وشو.

Leave a reply