د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ځايي استازي له نیول کېدو او ګرفتارۍ سره مخامخ دي.

0
192

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي اکثريت چيئرمين دخپلې گوند په رويې ناخوښ دي. د پي ټي ائي وياند وئيلي دي چې پيپلز پارټي چې د ډيموکراسۍ اتل دے په پرله پسې توګه غير جمهوري حرکات استعمالوي۔

د پي ټي ائي کراچۍ وياند ترمخه د سندهـ پوليس د صدر ټاؤن نه د پي ټي آئي د نائب چيئرمين د اغوا کولو کوشش کوي، د مشرانو د نيولو دپاره چاپې رواني دي، تر دې دمه د دريو نائب چيئرمينانو د اغوا کولو کوششونه شوي دي، چې پکښې يو ملېشه هم نيولې شوې ده۔

د ترجمان وینا ده چې د صدر ټاؤن نه د معذوره کسانو لپاره مخصوص سیټ باندې د پي ټي آئي امیدوار نیولې شوې دې. د پي ټي آئي اميدواران د کاغذونو جانچ لپاره ډي سي دفتر کښې موجود وو۔

وياند تور لګولى چې ډي سي ساؤتھ دفتر دا مهال دپيپلز سيکرټريټ دى اؤ دپيپلز پارټۍ په اختيار کې دپي ټي ائي په ضد گامونه اخستل کيږي.

بل لوري ته دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي کراچۍ ډويژن لخوا دبلدياتي نمائندګانو مشري دپارټۍ مشران لادرکه دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مشخصو څوکيو د څېړنې لپاره تلونکي استازي هم اندېښمن دي، د سيمه ييزو ارګانونو يو شمېر استازي پوليسو ته مطلوب دي.

ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف د 43 يونين کميټو چيئرمينان منتخب شوي وو چي پکښي پي ټي آئي ته د زنانو، ځوانانو، معذورانو او مزدورانو لپاره 19 خصوصي سيټونه هم ورکړے شوي وو۔

Leave a reply