د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې آډيو ليکس د چيف جسټس د شخصيت په اړه دي نو د هغه سره څنګه مشوره کيدې شي؟

0
102

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ د پاکستان سپريم کورټ د آډيو ليکس انکوائري کميشن نوټيفيکيشن معطل کړے دے۔

د تحريري حکم له مخې سپريم کورټ د آډيو ليکس کميشن په تحريري حکم او کارروائيو باندې د اسټي آرډر هم جاري کړې او د 19م مئي د آډيو ليکس انکوائري کميشن د جوړولو حکومت نوټيفيکيشن معطل کړې دې۔

د سترې محکمې په حکم کې ويل شوي چې په کمېشن کې د قاضيانو د نومولو په اړه د چيف جسټس مشوره لازمي عمل دی.

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو په مهال د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وويل که آډيو ليک د چيف جسټس د شخصيت په اړه وي نو بيا ورسره څنګه مشوره کېږي؟

هغه وويل، په قانون کې دا نه دي ليکل شوي چې حکومت دې د کمېشن جوړولو نه وړاندې د چيف جسټس سره مشوره وکړي.

Leave a reply