د سپریم کورټ لویه بنچ به نن د آډیو لیکس کمیشن په ضد د درخواستونو اورېدنه کوي.

0
165

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ د پاکستان چيف جسټس عمر عطابنديال د ايډيشنل کميشن په ضد د درخواستونو په اړه لوئر بينچ جوړ کړے دے۔

د چيف جسټس په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بنچ به نن د آډيو ليکس کميشن په ضد د درخواست اورېدنه کوي، په بنچ کښې جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس شاهد وحيد او جسټس حسن اظهر رضوي شامل دي۔

د سپریم کورټ بار صدر عابد زبیري د آډیو لیکس کمیشن د طلبۍ نوټس چیلنج کړی او د سپریم کورټ نه یې غوښتنه کړې چې د آډیو لیکس انکوائري کمیشن کارروائي او احکامات دې غیر آئيني او غیر قانوني اعلان کړي.

د آډیو لیکس کمېشن پرون د ادعا شویو آډیوګانو په تړاو څلور کسان احضار کړل: عابد زبیري، خواجه طارق رحیم وکیل، خبریال عبدالقیوم صدیقي او د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار زوی نجم ثاقب.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت د آډيو ليکس په اړه درې کسيز عدالتي کمېشن جوړ کړی چې د سپريم کورټ مشر قاضي فائز عيسيٰ په مشرۍ کې د کمېشن مشري کوي چې پکې د بلوچستان هائي چيف جسټس هم شامل دی. عدالت او اسلام آباد هائي کورټ په بلنه عمل درآمد شروع کړے دے۔

Leave a reply