باغی ټی وی رپورټ
لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل تر دې مهاله د عمران خان په شان غټ ترهگر نۀ دى ليدلى.
دې نه علاوه د مسلم ليګ (ن) مشرې مريم نواز وئيلي دي چې تاسو د سياستمدارانو په روپ کښې غداران ياست، څوک چې د يو شهيد بې عزتي کوي هغه غدار دے.
مريم نواز په سوشل ميډيا د بيان جاري کولو په مهال وئيلي دي چې د شهيد وينه د ملک وياړ او د خاورې امانت دی.
نوموړي پر عمران خان نيوکې وکړې او ويې ويل، چې عمران خان په ډېر ذهني اضطراب اخته دی، د عمران خان خپل ګناهونه او زيادتونه د هغه پسې ګرځي.
مريم نواز وئيلي چې عمران خان نن د نوازشريف په ضد د بدې لوبې اعتراف کوي، نه هغه او نه نواز شريف په انتقام باور لري، دوی د فطرت په انتقام باور لري او اوس هم هغه څه ويني.










Leave a Reply