په پوځي عدالت کې د مئ د نهمې نيټې په پيښو کې د ککړو ملزمانو د مقدمو اوريدو په ضد پيښور هائي کورټ کې درخواست دائر کړی شو

باغی ټی وی رپورټ
پيښور هائي کورټ کښې دائر کړے شوي درخواست کښې وفاقي او صوبائي حکومتونه، سيکرټري کورنو، آئي جي پوليس او آئي جي جيلونه اړخونه جوړ کړي شوي دي۔
په درخواست کې وئيل شوي چې په پوځي عدالتونو کې دملکي وګړو مقدمې چلول نه يواځې دبشري حقونو څخه سرغړونه ده بلکې دنړيوالو قوانينو څخه هم سرغړونه ده.
درخواست کښې زياته کړې شوې چې په مقدمو کښې د آرمي ايکټ 1952 سيکشن 59 او د آفيشل سيکريټ ايکټ سيکشن 3 شامل دي ولې د آرمي ايکټ لاندې د ملکي وګړو په ضد مقدمې درج کول غيرقانوني نه بلکې د بنيادي انساني حقونو خلاف کار دے. سرغړونه ده، مګر دا د نړیوالو قوانینو څخه هم سرغړونه ده.
درخواست کونکی عدالت ته خواست کړی چې په دې مقدمو کې دې د پوځی قانون د سیکشن 59 او د آفیشل سیکریټس ایکټ سیکشن 3 د ختمولو حکم وکړی.






