د هنګو پوليسو په کامياب عملياتو کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو مبينه سهولتکار سعدالله خان نيولی چې د سر قيمت يې شل لاکه روپۍ دی.

0
205

باغی ټی وی رپورټ

د هنګو پوليس په نارياب زرګي روډ باندي خاص ناکه بندي کولو په وخت د ترهه ګر او د ټي ټي پي سهولتکار سعدالله نيولی دی.

په دي اړه د هنګو ضلعي پوليس افسر آصف بهادر خبري غونډي ته اوويل چي نيولي شوي ملزم اشتهاري دي او کالعدم تحريک طالبان پاکستان ته مالي امداد ورکولو کښي ککړ وو۔

هغه زياته کړه، چې د حکومت له لوري د نيول شوي سعدالله د سر بيه شل لکه کلدارې ټاکل شوې ده.

Leave a reply