نن په ټول ملک کښي د پاکستان د شهيدانو ورځ نمانځلے کيږي۔

0
207

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د شهيدانو د ورځې په مناسبت به نن د نهې په ورځ په جې اېچ كيو كښې د شهيدانو په يادګار كښې خاص پروګرامونه او غونډې كېږي په كوم كښې به چې د پاك پوځ سرلښكر او د پاك نېول سټاف مشر مېلمه وي۔ او د هوايي ځواک مشر به هم شهيدانو ته درناوي وکړي.

د پاکستان په هوايي ځواک، د پاکستان بحري مرکز، فارمیشن هيډکوارټرز او د پوليسو د شهيدانو په يادونو کې به مراسم هم ترسره شي.

په ټول ملک کې به د شهيدانو په ياد لاريونونه هم کېږي.

په صوبايي پلازمينو، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې به هم د شهيدانو په ياد دستوره كولې شي او د اسلام آباد آئين ايونيو پشمول د صوبې په پلازمينه كښې به د شهيدانو د پيوستون دستورې او جلسې هم كولې شي۔

د دې نه علاوه به د ټول هېواد په جوماتونو كښې د شهيدانو د ايثالثو لپاره د قرآن كريم تلاوت او دعاګانې كولې شي او په سکولونو او کالجونو كښې به خاصې غونډې هم كولې شي۔

ياده دې وي چې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د شهيدانو قربانيو ته د درناوي ورکولو پرېکړه شوې وه چې له مخې يې د مې ٢٥مه د پاکستان د شهيدانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د دې ورځې د نمانځلو مقصد د شهيدانو د ابدي قربانيو يادول او هم ملت ته دا پيغام رسول دي چې د شهيدانو، د هغوي د كورنيو او يادونو ته درناوى د هر پاكستاني وياړ دى.

Leave a reply