د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې عمران خان د مئ په نهمه نيټه جرم کړے دے ولې د هغه خپله ګوند هم په دغه وحشيانه جرم کښې د هغه ملاتړ کولو ته تيار نه دے۔

باغی ټی وی رپورټ
په سوشل ميډيا ديو بيان په مهال مريم نواز وئيلي دي چې دپاکستان په سياست کې دتشدد فکر کوونکي لپاره هيڅ ځاي نشته نو دغه تخريبي ډله خپل انجام ته رسيدلې ده.
د مسلم ليګ نون سينئر نائب صدر مريم نواز وئيلي دي څوک چې د پاکستان لپاره لږ درد هم لري هغه په سياست کښې د تشدد پلوي نه شي کيدې، دلته عمران ملک سوځولې دې۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د اطلاعاتو پخواني وفاقي وزير او د پاکستان تحريک انصاف سينئر نائب صدر فواد چوهدري له ګوند نه د جلا کېدو او سياست نه د وتلو اعلان وکړو.
فواد چوهدري په خپل ټويټ کې ويلي چې زه د مې د نهمې نېټې پېښې په غير مشروط ډول غندم او زه دا مهال له سياست نه بریک اخلم.
د دې نه علاوه د پي ټي آئي جنرل سيکرټري اسد عمر هم د پارټۍ د څوکۍ او د ايګزيکيټيو کميټۍ د غړيتوب د پرېښودو اعلان کړے دے۔






