د پاکستان تحریک انصاف د مشرې شیري مزاري لور ایمان مزاري د عمران خان له چلند څخه ناراضه ده.
باغي ټي وی رپورټ
ایمان مزاري په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل، د افسوس ځای دی چې عمران خان د خپلې مور له نیول کېدو پنځه یا شپږ ورځې وروسته یو بیان ورکړ او د هغې نوم یې واخیست.
ایمان مزاري وویل چې دا مهال خان صاحب یوازې د خپل ځان او خپلې مېرمنې پروا لري.
ياده دې وي چې شيرين مزاري د مې په ١٧مه د اسلام اباد هاي کورټ په حکم خوشې شوې وه، خو د پنجاب پوليسو هغه بيا ونيوله.