د پاکستان تحریک انصاف کراچۍ صدر افتاب صدیقي د ګوند نه د وتلو اعلان کړی دی

0
208

باغی ټی وی رپورټ

افتاب صدیقي په خپل ویډیويي بیان کې ویلي چې ما سیاست پریښود او د ګوند له ټولو چوکیو مې استعفا ورکړه.

نوموړي د ملي شورا له غړیتوب څخه هم خپله استعفا اعلان کړه.

افتاب صدیقي د هغه پلار او زوی څخه د لاتعلق اعلان هم کړی وو چا چې په تیرو څو ورځو کې په کراچۍ کې د رینجر پوسته سوځولې وه.

ياده دې وي چې افتاب صديقي د کراچۍ له قومي اسمبلۍ حلقې اين اے ٢٤٧ نه د پي ټي ائي په ټکټ منتخب شوى او په کراچۍ کې د دغه ګوند صدر و.

Leave a reply