د موسمياتو محکمي د ملک په ميداني سيمو کښې د ګرمۍ شدت کښې د زياتوالي امکان څرګند کړے دے
باغی ټی وی رپورټ
د هوا پېژندنې ادارې له مخې په راتلونکو 2-3 ورځو کې د تودوخې درجه له 2 څخه تر 4 درجو پورې لوړه کیدی شي.
د موسمياتو محکمه وائي چې نن به لاهور او پيښور کښې د تودوخې درجه ٤١ درجو، فيصل آباد او ملتان کښې ٤٢ درجو او کراچۍ کښې ٤٥ درجو ته رسيدے شي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د ملک تر ټولو زياته تودوخه دادو، جيکب آباد او موهنجودرو کښي 48 درجو ته رسيدلي وه۔