د پاکستان تحريک انصاف سينئر مشر غلام سرور خان د مې د نهمې نېټې د پېښې د عاملينو په ضد د پوځ د قانون لاندې د کارروايۍ ملاتړ کړی دی

0
126

باغی ټی وی رپورټ

د جيو نيوز په پروگرام “نيا پاکستان” کې وينا کې هغه وويل که چرې په جي ايچ کيو اؤ کور کمانډر کور بريد کوونکو په ضد کارروائي کولى شي نو دپوځ دقانون لاندې دې کارروائي وشي.

هغه وویل چې دا د پاکستان پر ځواکونو برید، پر پاکستان برید او د پاکستانیانو پر زړونو برید دی، زه یې په کلکه غندم.

غلام سرور خان زياته کړه چې د پي ټي ائي له پرېښودو وروسته چرته نه ځي، د قامي اسمبلۍ څخه استعفي کول او د اسمبلۍ منحل کول د هغه وخت صحيح فيصله وه خو مطلوبې نتيجې ته نه شو رسيدلى.

Leave a reply