اسلامی امارت د کندهار برید په سختو ټکو کښې غندي: ذبیح الله مجاهد

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د نن ورځې د کندهار برید په سختو ټکو کښې غندو او په وګړو غږ کوو چې په دغسې ناوړو کارونو او بریدونو کښې د ککړ کسانو معلومات دې اسلامي امارت سره شریک کړي.
ویاند زیاتوي چې دغسې چاودنو کښې عام اولس په نښه کول ستر یو وحشي کار دې او د اسلامی امارت ځواکونو ته هدایت کوي چې په دغسې ناوړه بریدونو کښې ککړ خلق زر پیدا کړي او د شریعت منګولو ته ی وسپاري.
د اسلامی امارت ویاند د کندهار په پیښه کښې د وژل او ټپي شوو افغان وګړو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده . یاده دې وی چې په تیره جمعه اتم اکتوبر هم په کندوز کښې یوه ناوړه پیښه وشوه، په هغه برید کښې هم د شیعه مسلک وګړي په نښه شو چې بیا ی ذمه واري د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه واخسته.
#غبرګون:
اسلامي امارت کندهار کې په یو مسجد کې په ملکي هیوادوالو باندې وحشیانه چاودنه غندي، لوی جنایت یې بولي او امنیتي ځواکونو ته هدایت کوي، چې د دغسي پیښتو عاملین هرڅه ژر پیدا کړي او د شریعت منګولو ته یې وسپاري.
دغه راز اسلامي امارت دقربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 15, 2021






