د دفاع وزارت مزار شریف لپاره نوې قوماندان معرفي کړې

0
208

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو دولتي رسنۍ باختر نیوز آژانس په یو رپورټ کښې وایی چې د افغانستان د اسلامی امارت د دفاعي سرپرست د مزار شریف قول اردو لپاره نوې قوماندان ور معرفي کړې دې.

د رپورټ مطابق د دفاع وزارت مرستیال محمد فاضل مظلوم د مزار شریف لپاره نوې قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري مقرر کړي، په اړه یو غونډه تابیا شوې وه چې پکښې د مزار نوې قوماندان ددې ادارې اړوند نور اهلکارو ته په رسمي توګه ور اوپیژندل شول.
یاده دې وي چې د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کښې د حکومت سمبالولو نه پس داسې بیانونه مخې ته راغلي وو چې وو طالب مشرانو ویلي وو چې دوی به د افغانستان یو نوۍ چمتو فوځ جوړ کړي.
د امارت اسلامی مشرانو داسې بیان هم مخې ته راغلې وو چې دوی ویلي ووی چې د فوځ او نورو ادارو کښې دې د فساد او رشوت په جرمونونو کښې ککړ اهلکارو ته اجازت ور نه کړۍ شي او دوی دې ددې ادارو له کرښو اوویستل شي.
یاده دې وی چې نن په قندهار کښې د شیعه ګانو په یو جماعت کښې برید شوې دې او د رپورټو مطابق په دې چاودنه کښې ۱۶ افغان وګړي وژل شوي دي خو ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې، د تیرې جمعې د کندوز خان آباد د شیعه ګانو جماعت د برید ذمه واري داعش خرانسان ډلې په غاړه اخستې وه ، په کندوز برید کښې ۴۶ کسان وژل شوو وو خو بعضې رسنیو د مړو شمیره څه ۱۰۰ کسان بیان کړې وه.

Leave a reply