د پاکستان تحريک انصاف وياندې او د پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري ميرمن حبا فواد د پي ټي آئي د چيئرمېن عمران خان په بيان غبرګون ښودلی دی

باغی ټی وی رپورټ
په خپل يو بيان کې حبا چوهدري د پي ټي آئي چيئرمېن ته شکايت وکړ چې عمران خان تاسو د فواد چوهدري، ملکه بخاري، جمشيد چيمه او مسرت چيمه نومونه ليکل هېر کړي؟
له دې وړاندې عمران خان په يو بيان کې د پي ټي ائي وائس چيئرمين شاه محمود قريشي او جنرل سيکرټري اسد عمر نومونه ليکلي وؤ اؤ دهغوي نيول غيرقانوني بللي وؤ.
ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ د فواد چوهدري د خوشي کولو او وروسته په هيڅ صورت د هغه نه ګرفتارولو امر کړي وو۔






