د پاکستان اټارني جنرل منصور عثمان وئيلي دي چې موجوده صورتحال کې پي ټي ائي سره خبرې اترې ممکن نۀ دي، موجوده صورتحال د مذاکراتو لپاره مناسب نۀ دى

باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان اټارني جنرل منصور عثمان وئيلي دي چې موجوده صورتحال کې پي ټي ائي سره خبرې اترې ممکن نۀ دي، موجوده صورتحال د مذاکراتو لپاره مناسب نۀ دى.
جیو نیوز سره په غیررسمي خبرو کې اټارني جنرل منصور عثمان ویلي د تحریک انصاف سره خبرې کول مشکل دي ځکه چې د یوې اوونۍ راهسې حالات روان دي.
اټارني جنرل منصور عثمان وئيلي دي چې موجوده حکومت به خپله موده پوره کوي، سپريم کورټ د مئ په 15مه نيټه حکومت او پي ټي ائي ته د خبرو اترو د بيا پيل کولو مشوره ورکړې وه.
ده ووئيل چې حكومتي ډلې د پي ټي آئي سره په خبرو كښې د جولائي په مياشت كښې د اسمبلۍ منحلولو رضامندي ښودلې وه۔






