پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د چيف جسټس عمر عطابنديال په څرګندونو غبرګون ښودلی دی
باغی ټی وی رپورټ
په خپل ټويټ کې نوازشريف وئيلي دي چې د زوي څخه د څو زره درهم نه اخستلو په وجه زه نااهله او په جيل کې واچول شوم او له بلې خوا ثابته شوې کرپټ سړی صادق او امين اعلان شو.
ده ووئيل چې مونږ ته سزا وركوي د 60 اربه لوټمارانو هركلے به د دغسې انصاف احترام څوك كوي؟
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د ګرفتارۍ نه پس سپريم کورټ کښي د پيشي په موقع چيف جسټس عمران خان ته کتلي وو او وئيلي ئي وو چي ښه راغلاست خان صاحب! ښه شو چې و مې لیدلې.
د چيف جسټس په دې بيان د سياسي مشرانو سختې نيوکې راپارولې او د وفاقي کابينې لخوا هم د هغه غندنه شوې وه.
وروسته چيف جسټس هم وضاحت ورکړ خو هغه د ملک د سياسي قيادت له نيوکو سره مخ دی.