د پاکستان تحریک انصاف د سندهـ اسمبلۍ دوه غړو د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي ائي د سنده اسمبلۍ غړي ډاکټر سنجي ګنګواني د ګوند او سياست پرېښودو اعلان کړی او ويلي يې دي چې په کور کمانډر هاؤس او د شهيدانو په يادونو د بريدونو غندنه کوي.

د دې تر څنګ د سندهـ اسمبلۍ د تحریک انصاف غړي کریم ګبول هم د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

نوموړي ویلي، چې پر جي ایچ کیو او د کومانډویانو پر کور بریدونه غندي.

ياده دې وي چې کريم بخش ګبول د سندهـ اسمبلۍ حلقه پي ايس 100 نه د پي ټي آئي په ټکټ د اسمبلۍ غړې منتخب شوې دې او ډاکټر سنجې ګنګواني په مخصوص سيټ د سنده اسمبلۍ غړې دې۔

ياده دې وي چې د روانې مياشتې په نهمه نېټه د عمران خان د نيول کېدو وروستو د پي ټي آئي مهم غړي عامر کياني او محمود مولوي هم د سياست پرېښودو اعلان کړی دی.

Leave a reply