په هېواد کې د ډالر د ارزښت لوړېدل دوام لري او نن په ازاد بازار کې ډالر په ٦ روپۍ ٧٠ پېسې ګران شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې د ډالر د ارزښت لوړېدل دوام لري او نن په ازاد بازار کې ډالر په ٦ روپۍ ٧٠ پېسې ګران شوي دي.
انټربینک کې د ډالر په نرخ کې ۴۴ پېسې زیاتوالی راغلی، په انټربینک کې د کاروبار په پای کې د ډالر ارزښت ۲۸۵.۴۰ روپۍ دی.
پرون په انټربینک کې ډالر په ۲۸۴.۹۶ روپۍ بند شو.
د دې تر څنګ په اوپن بازار کې د ډالر بیه ۶ روپۍ ۷۰ پېسې ګرانه شوې ده. په ازاد بازار کې د ډالر نرخ 299 روپۍ 70 پيسې دی.