وزيراعظم شهباز شريف نن د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه رابللې ده

0
214

باغی ټی وی رپورټ

دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې به دوسله وال پوځ سرلښکر اؤ چارواکي برخه اخلي چې پکې به په هيواد کې دامن او امان په صورتحال غور کيږي.

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه به نن ماسپښين درې بجې كېږي۔

سرچينې وائي دقومي سلامتۍ کميټۍ په غونډه کې به دنهې مئ دتشدد پيښو په اړه بريفنگ هم ورکول کيږي.

دې نه علاوه په غونډه كښې به د فوځ امكاناتو ته زيان رسولو كسانو په ضد د كاروائي كولو فيصله كولې شي۔

ياده دي وي چي تيره ورځ د آرمي چيف جنرل عاصم منير په مشرئ کښي د سپيشل کور کمانډرانو کانفرنس کښي فيصله شوي وه چي په فوځي تاسيساتو باندي د حملي ملزمانو خلاف به د آرمي ايکټ او آفيشل سيکريټ ايکټ لاندي مقدمه چلولي شي۔

Leave a reply