اسلام اباد: پولیسو د تحریک انصاف مشر اسد عمر نیولی دی

0
95

باغی ټی وی رپورټ

اسلام اباد: پولیسو د تحریک انصاف مشر اسد عمر نیولی دی.

د جيو نيوز ترمخه د پي ټي آئي جنرل سيکرټري اسد عمر د اسلام آباد هائي کورټ نه نيولے شوے دے۔

د پي ټي آئي مشرانو اسد عمر او شاه محمود قريشي اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې دوي ته د عمران خان سره د ملاقات اجازت نه ورکول کيږي۔

اسد عمر له دې غوښتنې سره د چيف جسټس محکمې خونې ته لاړ، چې وروسته د اسلام اباد هايي کورټ بار ايسوسي ايشن ته څېرمه کتابتون ته ورسېد، چې له هغه ځايه د اسلام اباد پوليسو د ترهګرۍ ضد سکواډ اسد عمر ونيول.

په دې موقع د تحريک انصاف وکيلانو د اسد عمر د ګرفتارۍ په ضد د مزاحمت کوشش وکړو چې په ضد ئي د فورسز او وکيلانو ترمينځ نښته شروع شوه او چارواکو اسد عمر ونيولو او لاړو.

Leave a reply