د کراچۍ د پولیسو مشر جاوید عالم اودهو ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښار امن ګډوډ کړي

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ د پولیسو مشر جاوید عالم اودهو ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښار امن ګډوډ کړي.
جيو نيوز سره په خبرو کې د کراچۍ د پوليسو مشر جاويد عالم اوډو ويلي دي چې پي ټي ائي په شارع فيصل د ماسپښين دوه بجې د مظاهرې اعلان کړی دی، د مظاهره چيانو د مخنيوي لپاره د پوليسو تګلاره تياره ده او شارع فيصل ته په رسيدو سره به مظاهره کوونکي سمدلاسه ونيول شي.
هغه وويل دپيپلز بس سوځولو دوه شکمن کسان هم نيول شوي دي، ددې ترڅنگ دپي ټي ائي يو شمير مشران اؤ کارکنان هم نيول شوي اؤ دهغوي په ضد مقدمې درج کړل شوي دي، چاته به دښار امن ګډوډولو اجازه ورنه کړو.






