نيب د القادر ټرسټ کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ده

0
94

باغي ټي وی رپورټ.

اسلام آباد: نيب د القادر ټرسټ کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ده۔

د جيو نيوز ترمخه د ايډيشنل سيشن جج همايون دلاور د عمران خان خلاف د القادر ټرسټ مقدمې اورېدنه نيو ګسټ هاؤس پوليس لائن کښې اوکړه چې پکښې علي بخاري، خواجه حارث او بيرسټر ګوهر عدالت ته وړاندې شول۔

د اوريدنې په مهال د نيب پراسيکيوټر دريځ اوويل چې نيب ته نور تحقيقات پکار دي د کوم لپاره چې عمران خان ته څوارلس ورځو جسماني ريمانډ ورکړے شي۔

عدالت د نيب پراسيکيوټر د درخواست نه پس اوريدنه وځنډوله په کومه به چې عمران خان عدالت ته ووئيل چې هغه د خپلو وکيلانو سره مشوره کول غواړي۔

سرچينې وايي، پخوانى وزيراعظم د اورېدنې د وقفې پر مهال له خپلو وکيلانو سره سلا مشورې کوي.

ياده دې وي چې د عمران خان د مقدمې اورېدنې لپاره پوليس لائن ته د يو نوټيفيکيشن له لارې د عدالت حيثيت ورکړی شوی دی.

کانټینرونه د پولیسو له لیکو بهر ایښودل شوي او د پولیسو سخت ځواک ګمارل شوی دی.

قانوني ټیم ونه توانید

له دې وړاندې د عمران خان قانوني ټيم نست يونيورسټۍ چوک کې ودرول شو او د پي ټي ائي مشرانو بابر اعوان، شاه محمود او اسد عمر ته هم د پوليسو ليکو ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي قانوني ډلې دپوليسو سره خبرې اترې کړې وې چې وروسته دپي ټي ائي قانوني ډلې د٢٥ وکيلانو فهرست اسلام اباد پوليسو ته ورکړى دى.

Leave a reply