د کراچۍ په مختلفو سړکونو او لویو لارو ترافیک په عادي توګه روان دې

باغي ټي وی رپورټ
د شارع فیصل دواړو غاړو ته سړکونه د ترافیکو پرمخ خلاص دي، د شارع فیصل په بیلا بیلو ځایونو کې پولیس او رینجر ګمارل شوي، د مظاهره چیانو له خوا ډبرې د شارع فیصل په مختلفو ځایونو کې پرتې دي.
د KMC کارمندان د شارع فیصل په پاکولو بوخت دي، پرون د پي ټي آی کارکونکو په پولیسو او رینجرونو د ډبرو ګوزارونه وکړل. د پي ټي آئي کارکنانو لخوا د پوليس او رينجرز پوسټونه سوزول شوي دي۔
په ښار کې تعلیمي ادارې د معمول په څیر خلاصې دي، د نهم او لسم ټولګي د میټریک امتحانونه د معمول په څیر روان دي، خو د کیمبرج بورډ لاندې امتحانونه منسوخ شوي، د یو شمیر شخصي سکولونو انتظامیې نن د سکولونو تړلو پریکړه کړې ده.
دسرچينو له مخې دپي ټي ائي کارکنان دښار له بيلا بيلو ځايونو څخه نيول شوي دي.






