د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرانو پر کورونو چاپې وهلي دي

0
299

باغی ټی وی رپورټ

د راپورونو له مخې پولیسو په سیالکوټ کې د تحریک انصاف د مشر عثمان ډار په کور چاپه وهلې خو عثمان ډار او عمر ډار په کور کې نه دي موندل شوي.

بل لوري ته پوليسو په کراچۍ کې دپي ټي ائي د سنده اسمبلۍ غړي عباس جعفري په کور هم چاپه اچولې ده ، دپي ټي ائي مشر هم په کور کې موجود نۀ ؤ.

د دې نه علاوه پوليسو په کوئټه کښې د قومي اسمبلۍ د پخواني ډپټي سپيکر قاسم سوري د ورور په کور چاپه وهلې او د قاسم سوري ورور بلال سوري يې نيولی دی.

په کوټه کې هم د پي ټي ائي د مشر او پخواني ګورنر سيد ظهور اغا په کور د پوليسو لخوا چاپه وهل شوې وه چې په نتيجه کې يې د پخواني والي ورور او وراره نيول شوي وو.

د دې نه علاوه د پي ټي آئي د مشر عبدالباري له کور نه درې کسان هم نيول شوي دي۔

Leave a reply