د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو په ضد په ټول هیواد کې د احتجاجونو له امله برټش کونسل د می په لسمه نیټه ټاکل شوي امتحانونه لغوه کړي دي

0
339

باغي ټي وی رپورټ

د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو په ضد په ټول هیواد کې د احتجاجونو له امله برټش کونسل د می په لسمه نیټه ټاکل شوي امتحانونه لغوه کړي دي.

د برټش کونسل له مخې په ټول ملک کښې نن سهار او ماښام ترسره شوې د کیمبرج سکول امتحانونه هم لغوه شوي دي او منسوخ شوي کاغذونه به بیا په پاکستان کښې نه اخیستل کیږي.

د برټش کونسل له مخې په هېواد کې روانو حالاتو ته په کتو د نن ورځې امتحانونو د لغوه کولو پرېکړه شوې، چې له پاکستان پرته به په نورو هېوادونو کې هم د معمول په څېر پرچې اخیستل کېږي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د آل پاکستان پرائيويټ سکولز فېډرېشن په ټول ملک کې د سکولونو د تړلو اعلان کړی ؤ.

Leave a reply