د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف د مشر عمران خان د نیولو په اړه د امریکا غبرګون مخې ته راغلی

0
118

باغی ټی وی رپورټ

تيره ورځ قامي احتساب بيورو (نيب) د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان نيولي وو۔

د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پوځي ادارو د بيان بازۍ پشمول نورو کيسونو کښې د ضمانت لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې حاضر شو چرته چې د رينجرز سختې نفری عمران خان هائي کورټ ته بوتلو۔

د عمران خان د نیول کیدو په اړه د جیونیوز د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د عمران خان له نیول کیدو خبر دی.

وياند وويل لکه څنګه چې وړاندې ويل شوي دي چې امريکا دکوم سياسي کانديد يا گوند په اړه دريځ نۀ لري بلکې په ټوله نړۍ کې دموکراتيکو ارزښتونو او دقانون حاکميت ته درناوى غواړي.

ده ووئيل مونږ په ټولو مظاهره چيانو غږ كوو چې د عمران خان د نيولو په حقله خپل غمونه په سوله ايز ډول څرګند كړي او چارواكي هم د حقونو او جمهوري اصولو له مخې په صبر سره ځواب وركړي۔

Leave a reply