په باب دوستي کې د کارګو د سوداګرۍ نوې لار پرانیستل شوه
باغی ټی وی رپورټ
چمن: په باب دوستي کې د کارګو د سوداګرۍ نوې لار پرانیستل شوه.
د ګمرک چارواکو له مخې د پولې دواړو غاړو ته د کارګو کراسنګ لاره په یو وخت پرانستل شوې ده چې پکې د کراچۍ چیمبر آف کامرس او سپین بولډک چیمبرز چارواکو ګډون کړی وو.
د ګمرک چارواکو په وینا، له کراچۍ څخه افغانستان ته د راستنېدو لپاره د کارګو نوې سوداګریزه لار پرانیستل شوې، د دوستۍ په برخه کې د ښځینه مسافرو لپاره بله پیاده لاره هم پرانیستل شوې ده.