عمران خان زمان پارک لاهور ته د پوځي اسټيبلشمنټ د افسرانو په ضد د بيان او په محسن شاهنواز رانجها باندې د بريد په قضيو کې د اسلام اباد هائي کورټ ته حاضر شوی دی

باغي ټی وی رپورټ
عمران خان د پوځي ادارو د افسرانو په ضد د بیان بازیو او محسن شاهنواز رانجها باندې د حملې په مقدمو کې د ضمانت په درخواستونو عدالت ته حاضر شوی دی.
د عمران خان د ضمانت د درخواستونو اورېدنه به نن د اسلام اباد هائي کورټ کښې کېږي، د وکيلانو او خبريالانو کورټ روم نمبر 1 کښې به د خاصو پاسونو له لارې ننوځي.
د عمران خان سره به ۱۵ وکيلانو ته د عدالت خونې ته د تلو اجازه وي، د اټارني جنرل او اډوکېټ جنرل دفتر ۱۰ وکيلان به د عدالت خونې ته تللی شي او د اسلام اباد هائي کورټ جرنلسټس ايسوسي ايشن ۳۰ غړي به د عدالت خونې ته تللی شي. د محکمې خبریالانو پوښښ لپاره.
په دې لړ کې د اسلام اباد پولیس وايي په اسلام اباد کې دفعه 144 نافذه ده، هر ډول جلسه به غیر قانوني وي.
د اسلام اباد پوليس وياند ترمخه د جي ټين پروجيکټ مور او عون محمد رضوي روډ به د عامه نظم په نظر کښې د ټريفک لپاره بند وي او ښاريان دې د سفر په مهال متبادلې لارې غوره کړي۔






